IQNA

ماموستا کریمي:د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ یووالی د اسلام د دښمنانو دلارې خنډ دی

14:30 - September 07, 2025
د خبر لمبر: 3491667
ایکنا - د ایران د کردستان ولایت د بانه د اهل سنتو ټولنې د جمعې د لمانځه امام په ایران کې د مسلمانانو د یووالي، په تیره بیا د شیعه او سني یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: اسلامي یووالي نه یوازې یو مذهبي اصل دی، بلکې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې او د اسلامي ملت د ګټو د ساتنې لپاره هم یوه لاره ده.

یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د وحدت اونۍ له پیل سره سم ، د ایران د کردستان ولایت د بانه د جمعې د لمانځه امام ماموستا جمال کریمي، له  شبستان خبري اژانس سره په مرکه کې په مذهبي، ټولنیزو او سیاسي اړخونو کې د مسلمانانو د یووالي د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ. د پارس تودي په وینا، ماموستا کریمي، د اسلام د پیغمبر (ص) تعلیماتو ته په اشارې سره وویل: مونږ باید د دښمنانو په وړاندې متحد شو، ځکه چې هر ډول ویش یوازې د اسلام دښمنانو ته ګټه رسوي.

ماموستا کریمي ټینګار وکړ: اسلامي وحدت نه یوازې یو مذهبي اصل دی، بلکې د دښمنانو له  دسیسو سره د مقابلې او د اسلامي ملت د ګټو د ساتنې یوه لاره هم ده. هغه زیاته کړه: د اسلامي انقلاب بنسټ ایښودونکي امام خمیني (رح) تل د مسلمانانو په یووالي ټینګار کاوه، او د هغو د یووالي پیغام باید تل د چارواکو او خلکو په زړونو او ذهنونو کې ژوندی پاتې شي

ماموستا کریمي د وحدت  اونۍ په اهمیت ټینګار کولو سره، یادونه وکړه: دا اونۍ باید د نړیوالو ګواښونو په وړاندې د مسلمانانو د یووالي لپاره د یادونې په توګه کار وکړي. ټول مسلمانان، پرته له دې چې د دوی مذهب او فقه هر څه  وي، باید پوه شي چې موږ ګډ دښمنان لرو او یوازې په یووالي سره موږ کولی شو د دې ګواښونو په وړاندې ودریږو.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164278

captcha